تازه خبرونه

د افغانستان په وروستۍ زلزله کې ۲۸۸ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له ۱۰۰۰ د ډېرو قربانیانو په ډله کې ۲۲۱ ماشومانو هم ژوند له لاسه وکړی او ۶۷ نور ټپیان دي.

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې سې شنبې شپې ناوخته ۶ اعشاریه یوې درجې زلزلې د تلفاتو له زیاتېدو سره د کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو اندېښنو زور اخیتسی او هڅه کوي، چې زیانمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دا اداره وايي، چې ماشومان او تنکي ځوانان د زلزلې د خورا زیان اړوونکو پایلو او کورنیو څخه د بېلوالي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق استازي د چارشنبې د شپې په زلزله کې د تلفاتو او ټپیانو په اړه تازه شمیرې وړاندې کړې. د یونیسف ادارې مسوولین وايي چې په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمیره یو زرو شپږ دیرشو ته لوړه شوې او شپاړس سوه دري څلویښت ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په دې زلزله کې ۱۲۱ ماشومان مړه شوي او ۶۷ نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق استازی محمد ایویا ویلي: د تېرې شپې تر ناوخته پورې، د مړو شویو شمېر لږ تر لږه ۱۰۳۶ او د ټپیانو هغه ۱۶۴۳ ته رسیدلی، چې په کې ۱۲۱ ماشومان هم وژل شوي او ۶۷ ماشومان ټپیان دي. د تلفاتو ټول دقیق شمېر وړاندې کول سخت کار دی؛ ځکه ښايي د ځينو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر ماشومانو او لویانو د دې زلزلې د منفي پایلو په اړه اندېښنه لري.

دوی څرګنده کړې، چې ماشومان او تنکي ځوانان له کورنيو څخه د بېلېدو له ناوړه پایلو سره مخ دي او روحيه يې سخته ځپل شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ کې تر ټولو ډېر تلفات اوښتي، څو زره کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي، ماشومان او تنکي ځوانان کورنیو پاتې دي، احساساتي کړاوونو، ناوړه استفادې او نورو ګواښونو سره مخ دی.

نړیوالې ټولنې او بنسټونه، چې د سړکونو خرابوالی او پر لرې پرتو سیمو کې فقر او بېوزلۍ خلک له ناورین سره مخ کړي دي او اوس د مرستو رسولو چارې له ستونزو سره مخ دي.

له دې ټولو سره سره  اسلامي امارت او د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو په تېرو څلور ورځو کې د زلزله ځپلیو کورنیو سره په لسګونه زره ټنه خوراکي توکي، درمل او د لومړنیو وسایلو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version