سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په ولسي جرگه كې د ډيموكراسۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه
د ولسي جرگې رييس وايي:
ډيموكراسي هغه نظام دى، چې د خلكو د هوساينې خنډونه ليرې كوي او افغانان بايد د يو ډيموكرات حكومت خاوندان شي.
د ولسي جرگې غړي وايي، چې:
په تېرو ټاكنو كې د خلكو گډون دا ښكاره كړه، چې خلك د ډيموكراسۍ غوښتونكي دي، خو يو شمېرهېوادونه او ډلې دا حقيقت نا ليدلى گڼي.
په دغه غونډه كې د ولسي جرگې يو شمېرغړيو، خبريالانو او محصلينو برخه اخيستې وه، خو د ولسي جرگې د خپلمنځيو ستونزو له كبله په كې د ولسي جرگې د غړيو گډون پيكه و.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي ډيموكراسي هغه نظام وباله، چې زمونږ ټولنې ته عمومي هوساينه را منځته كولى شي.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمې زياته كړه، چې:
ډيموكراسي بايد په افغانستان كې دود شي، خو دا هغه وخت شونې ده، چې د خلكو دينې او ملي ارزښنونو ته پاملرنه وشي.
ابراهيمې وايي، چې:
د افغانستان خلك د يو ښه حكومت د درلودو حق لري .
په همدې حال كې د ولسي حرگې غړې فوزيه كوفي وايي، چې:
په هېواد كې د ډيموكراسۍ د پلې كيدو لپاره بايد د حكومت د درې گونو قواوو دندو ته دې درناوى وشي او د ولسي جرگې قانوني ارزښت دې په پام كې ونيول شي .
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو استازى سټيفن ډيميستورا د يو پيغام له مخې ويلي، چې:
هيله لري د ولسي جرگې د ټاكنو له لامله را منځته شوې ستونزې به د اړوندو اورگانونو له خوا حل شي، چې د ډيموكراسۍ ارزښتونو ته زيان ونه رسيږي .
د سپتمبر۱۵ نېټه د ډيمواكراسۍ نړيواله ورځ ده ، چې د ۲۰۰۷ ع كال د سپتمبر په ۸ نېټه قطر وړانديز وكړ، چې:
د ډيموكراسۍ د ښه پلې كيدو په موخه دې يوه ورځ د ډيموكراسې د نړيوالې ورځې په نوم ونومول شي .
دغه وړانديز د ملگرو ملتونو له خوا ومنل شو او همغږي دولتونه يې د ډيمو كراسۍ د نړيوالې ورځ په نوم هركال نمانځي