سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په يو شمېر سيمو كې د بدوي ژوند بېلگې لا پرځاى پاته دي
باميان د افغانستان هغه سيمه ده، چې هلته اوس هم گڼې كورنۍ د غرونو لمنو كې په طبعي مغارو كې اوسېږي.
په داسې حال كې، چې انسان په نورو ستورو كې د ژوند كولو پر آسانتياوو فكر كوي، خو د افغانستان په باميان ولايت كې لاهم گڼې كورنۍ په مغارو كې له كړاوونو ډك ژوند ته ادامه وركوي.
ښايي د دغو كورنيو ژوند د زوړ تاريخ يو انځور وي، چې وايي د بشريت په لومړيو كې انسانانو ابتدايي ژوند درلود او په مغارو كې اوسېدل.
دوى د غرونو په منځ كې په وړو وړو سوريو او غارونو كې له خپل ژونده ستړي شوي دي او له دولت څخه غوښتنه كوي، چې هوسا ژوند ته د راگرځولو په برخه كې همكاري وكړي.
د باميان والي حبيبه سرابي هم په مغارو كې د استوگنو كورنيو ژوند له كړاو ډك بولي او زياتوي، چې دوى هڅې پېل كړي تر څو دغه فرهنگ ته د پاى ټكى كېږدي.
په مغارو كې استوگنې كورنۍ، له بېوزلۍ، بېكارۍ، روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره لاس او گريوان دي.
