سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په پلازمېنه كابل كې د معلوماتي تكنالوژۍ او مخابراتو نندارتون جوړ شو
د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت د سې شنبې په ورځ(د تلې ۲) په خپله لومړنۍ نړيواله ناسته كې د معلوماتي تكنالوژۍ او مخابراتو نندارتون د نندارتون پرانسته وكړه.
د دې وزارت د مسولينو په وينا، د نندراتون موخه دا ده، چې افغانانو او دولت ته د نوې تكنالوژۍ ارزښت ، د سيمې د هېوادونو تر منځ د تجربو شريكول، د مخابراتو د برخې لپاره سيمه ييزه همكاري او د ناستې برخه والو ته د افغانستان رښتيني انځور ور وپېژندل شي.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين ، چې د دې ناستې يو ستر مالي تمويل كونكى دى، د دا راز نندارتونو جوړول د مخابراتو او تكنالوژۍ د ودې لپاره گټور بولي.
د مخابراتو وزارت وايي، چې د افغانستان شل ميليون وگړي له گرځند گټه پورته كوي او د افغانستان په سلو كې اته اتيا برخه د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې ده.