تازه خبرونه
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ولنټاین ونمانځل شو
د هېواد په پلازمېنه او یو شمېر لویو ښارونو کې د مینانو( ولنټاین) ورځ ونمانځل شوه او یوشمېر ځوانان له پلورنځیو خپلو مینو ته کلان پېري او په رسټورانټونو کې ګډه ډوډۍ خوري؛ خو یو شمېر نور ځوانان د مینانو د ورځې نمانځل له دیني ارزښتونو سرغړونه بولي.
د فبرورۍ ۱۴ د مینانو ورځ ده او په بېلا بېلو هېوادونو کې پدې ورځ مینان یو بل ته ګلان او نور د خوښې وړ شیان ډالۍ کوي، چکر وهي او ګډه یې نمانځي.
په پلازمېنه کابل کې له څو کلونو راپدیخوا دا ورځ د یو شمېر ځوانانو لخوا نمانځل کیږي او تر ډېره ځوانان خپلو مینو او میرمنو ته ګلان ډالۍ کوي.
د کابل په ځينو سیمو کې څو ورځې مخکې د مینانو د ورځې په مناسبت کوڅې او دوکانونه پر ګلانو سینګار او چمتو شوې دي.
فرهاد نومی د ګلانو پلورونکی وايي، چې د مینانو پر ورځ ډېر سره ګلان او داسې توکي، چې د مینې نښه منل کیږي؛ ښه پېرېدونکي لري.
دا دود یوازې په لویو ښارونو کې تر سترګو کیږي او د افغانستان ډېر خلک د دې ورځې دود نه خوښوي او ان یو شمېر ځوانان یې نمانځنه د اسلام خلاف بولي.
افغانان له جګړې ډېر کړیږي؛ خو یو شمېر ځوانان خپله د خوښیو موکه نه ضایع کوي او د ښه سبا په تمه ورته هر څه د زغم وړ ښکاري.