سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په پوليس اكاډمۍ كې له زده كوونكيو ازموينه واخيستل شوه
د افغانستان پوليسو اكاډمۍ ته د زده كوونكيو د جذبولو ازموينه واخيستل شوه. په دې ازموينه كې له ټول هېواد څخه د دولسمو ټولگيو درې زره فارغانو برخه اخيستې وه، چې يوولس سوه تنه نيول كيږي.
د پوليسو اكاډمۍ چارواكي وايي، دا كسان د يو لړ ځانگړيو اصولو له مخې دې ازموينې ته لاره پيدا كوي.
د پوليسو د اكاډمۍ قوماندان جنرال سيد نورالله ځل وايي:
د بايوميتريكو څيړنو او د اكادمۍ د ځانگړيو اصولو له په پام كې نيولو وروسته د ټول هېواد په كچه يوازې ۳ زره كسانو ته په ازموينه كې د گډون حق وركړ شوى دى.
نوموړى وايي:
هغه كسان، چې غواړي د پوليسو په اكادمۍ كې جذب شي پر نورو ځانگړتياوو سربېره يې بايد عمرونه د ۱۹ او ۲۵ كلونو ترمنځ وي.
ښاغلي ځل زياته كړې، چې له دوى څخه به شپږ سوه تنه د پوليسو اكاډمۍ ته جذب شي او ۵۰۰ نور به د شپږ مياشتو لپاره تركيې ته د ساتنمنۍ د زده كړو په موخه واستول شي.
د دې ازموينې گډونوال هيله من دي، چې په ازموينه كې بريالي او خپل هېواد ته د خدمت جوگه شي.
د پوليسو د اكادمۍ مسوولين وايي:
په دې بهير كې د ښځينه پوليسو د جذب چارې ټكنۍ دي؛ خو هڅه كيږي، چې دا كچه لوړه شي.
د دې چارواكو په وينا، د پوليسو اكاډمي له ۱۳۸۱ل كال راهيسي ۱۷ زره پوليس په مسلكي توگه روزلي او په مركز او ولايتونو كې دندې تر سره كوي.