تازه خبرونه

د افغانستان په پوهنتونونو کې سر له سبا حضوري زدکړې پیلیږي

Published

on

د ولسمشر ویاند ویلي؛ د کابینې د پرېکړې له مخې، د لوړو زدکړو وزارت طرحه د پوهنتونونو بیا پرانستې ته وروستۍ شوې؛ خو ښوونځي اوس هم نه پرانیستل کیږي.

په هېواد کې د کرونا وبا له رامنځته کیدو وروسته ځینو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو انلاین درسونه پیل کړل؛ خو اوس د کرونا وبا پېښې مخ په  کمیدو دي؛ ځکه، نو کابینې پرېکړه کړې ، چې د زمري له ۱۵ به په حضوري ډول پوهنتونونه د زدکړو لپاره پرانیستل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د لوړوزدکړو وزارت د طرحې له منل کیدو وروسته پرېکړه وشوه، چې سبا ته روغتیایي سپارښتونو ته په پاملرنه پوهنتونونه بیا پیل شي.                   

پوهنې وزارت هم د ښوونځیو بیا پرانیستو لپاره طرحه وړاندې کړې، چې په کابینه کې پرې وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په دې اړه ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو درسونه دې په تدریج سره پیل شي.

زدکړیالان هم خوښ دۍ او وایي، چې روغتیایي سپارښتنې باید رعایت شي.

وبه کتل شي، چې روغتیایي سپارښتنې به د زدکړیالانو لخوا رعایت شي او که نه.

Trending

Exit mobile version