سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په چارو كې د پاكستان د استخباراتو لاس وهنه د نا امنيو اصلي لامل دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

جهادي رهبر او د افغانستان د ستونزو د هوارولو د كميسيون رئيس حضرت صبغت الله مجددي د دغه مطلب په څرگندولو سره وايي، پاكستان غوښتل افغانستان خپل غلام هېواد كړي، خو اوس چې دغې موخې ته نه دى رسېدلى نو غواړي افغانستان ويجاړ كړي.

نوموړي چې د سې شنبې په ورځ ( د سلواغې دريمه) يې په كابل كې د ننگرهار د سرافانو تر مينځ د ستونزو د هوارولو په ناسته كې خبرې كولې پر جهادي رهبرانو هم تور ولگاوه، چې د لوړ پوړيزو ودانيو د جوړولو په موخه يې له جهاد څخه ناوړه گټه پورته كړي.

د كمونيستي نظام څخه نيولې، د مجاهدينو د دورې او بيا قدرت ته د وسله والو طالبانو تر رسېدو پورې تل اورېدل شوي، چې د پاكستان استخبارات د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوي، خو په هېواد كې د نوي نظام په راتلو سره په تېرو لسو كلونو كې دغه ستونزه ډېر ځل د كابل او اسلام آباد تر مېنځ د اړيكو د كړكېچ تر حده رسېدلې ده.

جهادي مشر او د منازعاتو د حل د كميسيون رئيس صبغت الله مجددي، چې د مجاهيدينو په دوره كې لومړى افغان ولسمشر وو د پاكستان په استخباراتو تور لگوي، چې تل يې د افغانسان په چارو كې لاس وهنه كړې ده.

نوموړې همدا راز زياتوي، چې يو لړ نا امنۍ د دې له امله هم دوام لري، چې جهادي مشرانو د جهاد د دورې شتمنې د ځان لپاره د لوړ پوړيزو ودانيو په جوړولو ولگولې.

خو نوموړې اوسنې شرايط د هغو جهادي رهبرانو د افشا كولو  لپاره مناسب نه بولي.

ښاغلي مجددي همدا راز د ننگرهار له هغو سرافانو څخه وغوښتل، چې په تېرو دوه كلونو كې يې په خپلو كې ستونزې درلودې او په شخړو كې يې د څو كسانو د د ټپې كېدو رپوټونه هم خپاره شوي دي وغوښتل، چې له دې وروسته د ورورۍ په فضا كې ژوند وكړي او د نورو په لمسون ځانونو ته ستونزې جوړې نه كړي.

Trending

Exit mobile version