تازه خبرونه
د افغانستان په چارو کې د توماس نیکلسون ماموریت پای ته ورسېد
نوموړي د یکشنبې پر ورځ( د وري پر څلیریشتمه) په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړ، چې په دې “مهمه تاریخي شېبه” کې یې د خدمت کولو له فرصته مننه کړې او له افغانانو، همکارانو او شریکانو څخه یې د په چارو کې له ملاتړ او رغنده نیوکو مننه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د خپل ماموریت له پای ته رسولو خبر ورکړی دی.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ( د وري پر څلیریشتمه) په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړ، چې په دې “مهمه تاریخي شېبه” کې یې د خدمت کولو له فرصته مننه کړې او له افغانانو، همکارانو او شریکانو څخه یې د په چارو کې له ملاتړ او رغنده نیوکو مننه څرګنده کړې ده.
نیکلسون ټینګار کړی، چې د ماموریت پای به یې د افغانستان اړه د اروپايي ټولنې پالیسۍ او چلند بدل نکړي.
هغه زیاته کړې؛ اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې کیږي او د دې ټولنې د شورا د پرېکړو په چوکاټ کې به له افغانستان او نړیوالو شریکانو سره همکاري وکړي.
د نیکلسون د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې نوی استازی ټاکل کیږي؛ د اروپايي ټولنې په بهرني عمل خدماتو (EEAS) کې به د افغانستان او پاکستان د څانګې رییس ډارین دریا لنډمهاله مسوولیت پر غاړه واخلي.
ویل کیږي، چې نیکلسون په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال دا دنده پیل کړې وه او د اسلامي امارت له راتګ سره هم په اړوند چارو کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی پاتې شو.