سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په چنوب كې څه نا څه ۶۰ وسلوال طالبان ووژل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار، هلمند او زابل ولايتونو په گډو عملياتو كې كورنيو او بهرنيو ځواكونو څه نا څه ۶۰ وسلوال طالبان وژلي دي.

افغان امنيتي چارواكي وايي:

د كندهار ميانشين، د هلمند سنگين او د زابل ولايت يو شمېر ناامنې ولسوالۍ هغه سيمې دي، چې پوځي عمليات په كې تر سره شوي دي.

د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو په رانژدې كيدو له جنوبي سيمو څخه امنيتي اندېښې راپورته شوې دي؛ ځكه، نو امنيتي ځواكونو په كې گډ عمليات پيل كړل.

د كندهار ولايت د ميانشين ولسوال روزي خان وايي، د افغان او نړيوالو ځواكونو په تازه عملياتو كې د ميانشين او د زابل د څو ناامنو سيمو ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولايت امنيه قوماندان جمعه گل همت وايي:

د افغانستان امنيتي ځواكونو دهلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ په ناامنو سيمو كې عمليات پيل كړي، چې په كې تر دې دمه ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

افغان او نړيوالو گډو ځواكونو په داسې حال كې پر جنوبي سيمو عمليات پيل كړي، چې  اوس هم ۵ ولسوالۍ د طالبانو تر ولكې لاندې دي او په كندهار، هلمند زابل او روزگان ولايتونو كې افغان او بهرنيو ځواكونو ته د گڼي مرگ و ژوبلي د اوښتو  ادعا كوي.

Trending

Exit mobile version