تازه خبرونه
د افغانستان په گوټ گوټ كې به زرگونه بنديان خوشې شي
د افغانستان په گوټ گوټ كې له بېلابېلو زندانونو څخه به زرگونه بنديان د ولسمشر حامد كرزي د فرمان له مخې، خوشې شي.
د سترې محكمې په وروستيو حكومونو د څارنې لوى رييس سید مراد شریفي وايي، كلونه كلونه وشول، چې يو شمېر كسان له خپلو كورنيو او دوستانو ليرې په زندانونو كې بنديان دي؛ ځينې يې له طالبانو سره د همكاريو او يا هم د امنيت د گډوډلو په تور، ځينې يي د نشه يي توكو د قاچاق او نورو جرمونو په تور نيول شوي دي، چې اوس په زندانونو كې د اوسيدنې وروستي ساعتونه او دقيقي تېروي او هره شېبه د خوشې كيدو لپاره خوښي ښيي.
د لويي څارنوالۍ د آزادي د سلب د محلاتو د څارنې رييس عزیز احمد سرباز وايي:
د ولسمشر حامد كرزي تازه فرمان، چې د غويي د اتمې يا د مجاهدينو د برياليتوب د دوه ويشتمې كليزې په وياړ صادر شوى، د دې بنديانو او د افغانستان له بېلابېلو زندانونو څخه د زرگونه نورو بنديانو خوشې كيدو ته زمينه برابروي.
د څرخي پله د زندان رييس سردار محمد ځاځى وايي:
د غويي د اتمې په مناسبت د يكشنبې په ورځ(د غويى۱۳) د ولسمشر د فرمان له مخې، په لومړي گام كې ۴۴۴ تنه د څرخي پله له زندان څخه خوشې شول.
خوشې شوى بندي زیارمل وايي، په خوشې شويو بنديانو كې د طالبانو د ډلې ځينې غړي هم شته، چې د ولسمشر د فرمان له مخې كورونو ته ستانه شول.
خوشې شوى بندي سید هادي وايي:
هيڅ بندي له زندان څخه ښه خاطره نه لري؛ ځكه د مجرم ټوله آزادي په زندان كې سلب كيږي.
د ده په وينا، ځينو بنديانو ته زندان د خپلو كړنو د بدلون لپاره يو ځاى دى، چې له خپلو تېرو كړنو سره مخه ښه وكړي.
د ولسمشر تازه فرمان د ټولو زندانيانو د خوشې كيدو او يا د هغوى د بند د مودې د تخفيف لپاره د تطبيق وړ دى.
د مدني ټولنې فعاله ندا کیاني له مسوولو بنسټونو غواړي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي عاملان د ولسمشر د فرمانونو له مخې، خوشې نه كړي.
مسول چارواكي وايي، تاكل شوې د دې فرمان د تطبيق پر مهال ځينې بنديان د بگرام له توقيف ځاى هم خوشې شي.