روغتيا

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین پیل شو

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د نړیوالو همکارانو پر مرسته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په دغه کمپاین کې به د روان کال د نومبر له ۲۷ څخه د دسمبر تر لومړۍ نېټې ۸ اعشاریه ۷ میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي؛ په څلور ورځو کې واکسین شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپاین به په ننګرهار ولایت کې یوه اوونۍ دوام وکړي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د کمپاین په دې پړاو کې اوس هم د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د معافیت د کچې د لوړولو لپاره له ویتامین اې هم برخمن کېږي.

د هېواد په لویديځ زون کې د واکسيناسيون مشر عبدالواحد رحماني له ټولو کورنيو غوښتي، چې خپل تر پېنځه کلونو کم عمره ماشومان د ګوزڼ یا پوليو پر وړاندې واکسين کړي.

دغه راز یو شمېر ښاریان هم له خلکو غواړي، چې د ګرځنده روغتیايي ډلو او د پولیو د له منځه وړلو له مرکزونو سره همکاري وکړي.

ګوزڼ د درملنې وړ ويروس نه‌دى او د ځينو داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د دې ويروس مخنيوى يوازې د واکسيناسيون په واسطه له منځه تللى شي او هغه ماشومان، چې په‌دې ويروس اخته شي د تل لپاره فلج کېږي او يا هم مري.

باید وویل شي، چې په روان کال کې یوازې  ننګرهار د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Trending

Exit mobile version