تازه خبرونه

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې روانې جګړې ځاني زیانونه رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۳۹۹)

ملي دفاع وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په پېنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې شوي، چې دواړو لوریو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

په کندوز، فاریاب، هلمند او بادغیس ولایتونو کې له دېرش ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال ویلي، چې د خان آباد ولسوالۍ د اختر تپې په سیمه کې طالبانو د ملي امنیت د ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستو په برید کې ۱۶ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب ویلي؛ په دې ولایت کې د ملي اردو یوولس سرتېري د شپږم کنډک د قومندان په ګډون وژل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوی د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په یوه جومات کې خلکو لیدل، چې پر  ډزو وژل شوي دي.

د بادغیس په مقر کې اووه پولیس له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي او دا سیمه د طالبانو لاسونو ته لوېدلې ده.

په هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې هم سختې جګړې شوي.

دا نښتې په داسې حال کې روانې دي، چې د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان روان تاوتریخوالي غندلی او د بدو عواقبو په تړاو یې خبرداری ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version