سیمه ییز خبرونه

د افغانستان پوليسه ملالۍ بهادري د نړۍ زړوره ښځه ونومول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا بهرنيو چارو وزارت د افغان ځواكونو پوليسې ميرمن ملالۍ بهادري ته د ۲۰۱۳م كال د زړورې ښځې نړيوال نوم ور په برخه كړ.

د امريكا بهرنيو چارو وزارت د ښځو د نړيوالې ورځ په وياړ له اووه كلونو راپديخوا د نړۍ هغه ښځې، چې د ښې رهبرۍ او زړورتيا  وړتيا لري؛ د زړورې ښځې  په نړيوال نوم  وياړي.

سږكال له ټولې نړۍ څخه ۹ ښځې دغه نوم ته غوره شوې وې، چې يوه يې هم له افغانستان څخه ملالۍ بهادري ده.

ميرمن ملالۍ بهادري د درې زامنو مور او د افغانستان لومړنۍ ښځينه پوليسه ده، چې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې په چارو كې يې پراخه كار كړى دى.

د زړورتيا دغه جايزه نوموړي ته د ميرمن ميشل اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان كيري لخوا ډالۍ شوه.

میشل اوباما په خپله وينا كې د بې عدالتۍ په وړاندې د ملالۍ بهادري زړورتيا وستايله.

د امريكا بهرنيو چارو وزير جان كيري د هغې له زړورتيا يادونه وكړه او وايي:

موږ د افغانستان د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د قانون په پياوړتيا كې د نوموړې پاملرنه، كار او زړورتيا ستايو او  زړوره ښځه يې نوموو.

د روسيې د څېړنيز مركز خبرياله الينا مليشينا، د نايجريا د ديموكراسۍ يوه مخكښه، د سوريې د بشري حقونو يوه ښځينه وكيله او همدارنگه د ۲۰۱۲م كال په پاى كې هغه هندۍ ميرمنه، چې د ډله ييز تېري ښكار شوې هغه ښځې دي، چې د ۲۰۱۳م كال د زړورو ښځو نړيوال نوم ور په برخه شوى دى.

Trending

Exit mobile version