تازه خبرونه

د افغانستان پولې ته نږدې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوځ روزل کیږي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)

د ګډ امنیتي تړون ټولنې سر منشي څرګنده کړې؛ په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته پولې ته نږدې د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې پوځي هڅې پیلیږي.

یادې ټولنې په ډاګه کړې، چې دې ټولنې له افغانستان سره پر پوله د نشه يي توکو د قاچاق او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره درې پړاوه عملیات پیل کړي دي.

د دغه تړون سر منشي ويلي؛ له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه له افغانستان سره پولې ته نږدې د اړینو کړنو اړتیا ده، چې په راتلونکې غونډه کې به د دغې ټولنې د مشرانو له پرېکړې وروسته پلې شي.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې سر منشي استانیسلا زاس ویلي؛ د نشه یي توکو له قاچاق سره مبارزه د ګډ امنیتي تړون ټولنې له مهمو دندو څخه ده. مونږ په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه اړینه بولو. د سیمې وضعیت ته په کتو په دې اړه د پلانونو پلي کول د دې ټولنې مسوولیت دی، چې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې پر کوربتوب به په سرمشریزه کې د رامنځته شویو  پرېکړو له مخې پلي شي.

اسلامي امارت وايي؛ په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي او اسلامي امارت به په دې برخه کې بشپړ مسووليت پر غاړه ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ یو د مخدره توکو قاچاق دی، چې دا کار بند دی. مونږ په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي او پلان لرو، چې له افغانستان څخه د مخدره توکو سوداګري ناشونې ده او حکومت به یې پر وړاندې له وسې سره سمې هڅې کوي.    

د بزګرانو لپاره د بدیل نشتوالی او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت احتمالي زیاتوالی هغه مسایل دي، چې د کارپوهانو په وینا؛ دې کار د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندېښمن کړي دي.

د یادونې ده، چې د روسیې پر مشرۍ د ګډ امنیتي تړون ټولنې دوه یمه پرېکړه له افغانستان سره په پولو کې د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرۍ سره د مبارزې د درې پړاوونو عملي کول دي.

Trending

Exit mobile version