سیمه ییز خبرونه
د افغانستان څارنوالۍ د ولسمشرۍ د نوماندانو شپږ دوسيې تر لاسه كړې
د افغانستان څارنوالي وايي، ټاكنيزو شكايتونو ته د لاسرسي كميسيون د ولسمشرۍ د نوماندانو د شپږ نومادانو دوسيې تر لاسه شوې دي.
څومره، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته نژدې كيږو هومره يې جنجالونه په ډاگكه كيږي.
ټاكنيزو شكايتونو ته د لاسرسي كميسيون تېره اوونۍ په ډاگه كړه، چې په بشري جاياتو د ككړو نوماندانو دوسيې عدلي بنسټونو ته سپارل شوې دي.
د افغانستان د څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وايي:
ټاكنيزو شكايتونو ته د لاسرسي كميسيون له خوا د دوشنبي(د مرغومي ۱۶) په مازيگر دې بنسټ ته د سپږ نوماندانو دوسيې، چې د ځمكو په غصب او بشري چنايتونو تورن دي راورسيدې.
نوموړى زياتوي، په راپېژندل شويو كسلنو كې مهم غړي هم شته.
څارنوالۍ گواښ كړى، چې د نوماندانو له دوسيو سره به قانوني چلند وشي.
له دې مخكې په بشري جنايتونو د ككړو نوماندانو له نوماندۍ اندېښنې وې؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون ويلي، چې د محكمې تر پرېكړې مخكې په دې اړه پرېكړه كيدى نشي.
د يادونې وړ ده، د افغانستان لويه څارنوالي به نن په دې اړه كار پيل كړي.