سیمه ییز خبرونه
د افغانستان څلوېښت سلنه وگړي روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د روغتيا وزيرې ثريا دليل د بلخ ولايت په شولگره ولسوالۍ كې د يو روغتون د بنسټ ډبره كيښوده او د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې يې د روغتيايي خدماتو په وړاندې كولو خپل ټينگار ډاډ څرگند كړ.
د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې اوس هم د كليو اوسيدونكيو ته روغتيايي خدمات يوه اړينه ستونزه گڼل كيږي.
د روغتيا وزيرې، چې بلخ ولايت ته سفر كړى وايي:
د افغانستان څلوېښت سلنه وگړي روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.
د روغتيا وزارت دې چارواكې د شولگرې ولسوالۍ د روغتون د بنسټ كيښودلو پر مهال وويل:
اړينه ده، چې روغتيايي خدمات سرتاسري شي.
د ميرمن دليل په وينا، تر درې راتلونكيو كلونو به د دې روغتون چارې بشپړې شي.
روغتيايي خدماتو ته د نه لاسرسي تر څنگ د بې كيفيته درملو واريديدلو او په ځانگړيو روغتونونو كې د خدماتو وړاندې كولو هم د خلكو اندېښنې ډېرې كړې دي.
