تازه خبرونه

د افغانستان څو زره کلنه باختري خزانه له تالا ترغۍ کیدو سره مخ ده

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۹)

له هغې وروسته، چې سیګار په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړه، چې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې اوس هم په ناقانونه توګه د نغدو پیسو لیږد او قاچاق روان دی او اړوند چارواکي یې د مخنیوي لپاره هڅې نکوي؛ ولسي جرګې نن ( د سلواغې ۸) پرې داسې اندېښنه څرګنده کړه: د افغانستان څو زره کلنه لرغونې د سرو زرو باختري خزانه باید یوه باوري هېواد ته امانت وسپارل شي.

د ولسي جرګې غړيو هم ویلي، چې د افغانستان بانک امنیتي کمري له دوه میاشتو راپدیخوا مړې دي او په افغانستان بانک کې مو ملي پانګه او باختري لرغونې خزانه خوندي نده او د تالا ترغۍ کیدو او قاچاق ویره یې تر سترګو شوې ده.  

د افغانستان د ولسي جرګې مشر ویلي، چې د افغانستان باختري خزانه نه یوازې افغانانو ته تاریخي ارزښت لري، بلکې د هېواد ملي او مالي پانګه هم ده. اوس یې د خوندیتوب وېره رامنځته شوې او په امن کې نده؛ نو باید له ساتنې یې کلکه څارنه وشي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ويلي: پیسې، چې قاچاق کیږي؛ باختري لرغونې خزانه به هم خوندي نه وي او دا خزانه مو مالي او ملي پانګه ده، چې یو بل هېواد ته دې ولېږدول شيو ځکه د افغانستان بانک خپل باور بایللی دی او دا د اندېښنې وړ ده.  

ارګ دا خبرې خواشینوونکې بولي او څرګندوي‎؛ له دغې تاریخې باختري خزانې نه یوازې ساتنه کوي، بلکې له دې لرغونې خزانې څخه د افغانستان د هویت په ډاګه کولو لپاره د څو هېوادونو په پلازمېنو کې نندارې ته هم وړاندې شوې او له دې لارې د دولت خزانې ته د ټینګار وړ عواید هم تر لاسه شوي دي.     

د ولسي جرګې ځينې غړي وړاندیز کوي، چې د سرو زرو دغه باختري خزانه  باید په یوه بل باوري هېواد کې امانت وساتل شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي ویلي: د باختري خزانې د لېږد مخه باید ونیول شي؛ ځکه د افغانستان بانک امنیتي کمرې له دوه میاشتو رلپدیخوا مړې شوې دي. مونږ پر اوسني حکومت بې باوره یو ذاو دا ملي پانګه د قاچاق له وېرې سره مخ ده او باید یو بل د داډ وړ هېواد ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې غړي زلمي مجددي ویلي: د افغانستان بانک په عوایدو کې پوره کسر رامنځته شوی او مونږ خپلو سرو زرو اندېښمن کړي یو، چې له هېواده ونه وځي؛ د افغانستان بانک عواید لېږدول شوي او د حکومت د ناقانونه کړنو مخه باید ونیول شي.  

باختري لرغونې خزانه له دوه سوه ډېر بېلا بېل لرغوني توکي دي، چې ټول له سرو زرو جوړ شوي. دا ګنجینه دیارلس کاله په بهرنیو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوه؛ درې سوه څوارلس میلیون افغانۍ یې وګټلې. دا ګنجینه په روان پسرلي کې بېرته کابل ته راولیږدول شوه.

ویل کیږي، چې د سرو زرو باختري خزانه لږ تر لږه دیارلس میلیارډ ډالر ازرښت لري.

Trending

Exit mobile version