لوبی
د افغانستان کرکت بورد اجرائیه مدیر د ناوړه کړنو له کبله لیرې شو
د افغانستان کرکټ بورد منلې، چې د کرکت بورد اجرائیه مدیر لطف الله ستانکزی د دوشنبې پر ورځ ناوخته د اداري فساد، هڅوونکیو هڅو او د بورد له مدیرانو سره د “ناوړه چلند” له کبله له دندې لیرې شوی دی.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې د زمري اتمه د هغه د کار وروستۍ ورځ یاده کړې ده.
د افغانستان کرکت بورد مشرفرهان یوسفزي ویلي، چې نوموړی به تر چارشنبې پورې د دغه مدیریت ټول اسناد او تجهیزات سپاري او دنده یې پای ته رسیدلې ده.
د دغه بنسټ په اوبپاڼه کې د خپرې شوې خبرتیا له مخې؛ نوموړي ته مخکې له دې کتبې او کلامي اخطارونه ورکړ شوي وه.
کرکت بورد د نوموړي د ځاینستي په اړه ویلي؛ د د دې بنسټ د اجرائیه پلاوي د مدیریت بست د آزادې سیالۍ له لارې اعلامیږي او د بشري سرچینو د اصولو او مقرراتو له مخې غوره کس ورته غوره کیږي.
لطف الله ستانکزي ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې له ټولنیزو رسنیو دغه راز کړنې اوري او ان خپله د کرکت بورد غړي ترې خبر ندي.
هغه ویلي؛ د کرکت بورد اساسي قانون سپارښتنه کوي، چې دغه بست مدیره پلاوی لري او په دې اړه مدیره پلاوی پرېکړه کوي.
نوموړی کرکت بورد ته یو کال مخکې د اسدالله خان پرځای استخدام شوی و، هغه هم د کرکت بورد له قانونه سرغړونه کړې وه.
ستانکزي له دې مخکې په رسنیو کې دندې تر سره کړي دي.
د کرکت نړیوالې ټولنې هم د افغانستان د کرکت له مدیره پلاوي اندېښنه په ډاګه کړې وه.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکت نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی و.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان کرکت بوردپه روان کال کې د کرکت له نړیوالې ټولنې ۲.۴ میلیون ډالره تر لاسه کړي دي.