لوبی
د افغانستان کرکت لوبډلې له ایرلینده پر ۲۷ منډو څلورمه لوبه وګټله
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنیو لوبو په څلورمه لوبه کې د ایرلیند کرکت ملي لوبډلې ته پر ۲۷ منډو ماتې ورکړه او اړوند لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۲۴ ) په ایرلیند کې ترسره شوې ده.
د افغانستان او ایرلیند تر منځ لوبډلو د باران له کبله د ۲۰ آورونو پر ځای د ۱۱ آورونو لوبه ترسره شوه.
د افغانستان او ايرليند لوبډلو ترمنځ څلور لوبې ترسره شوي، چې دوه لوبې افغانستان او دوه نورې يې ايرلیند ګټلي دي.
د دې لړۍ وروستۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ ترسره کېږي او د دې پېنځه اړخیزو سیالیو د لړۍ وروستی ګټونکی به د وروستۍ لوبې په پای کې وټاکل شي.
افغانستان د لوبې په یوولسم آور کې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه؛ خو ایرلیند د ټولو لوبغاړيو د له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او له ماتې سره مخ شو.
د افغانستان له لوبډلې څخه نجیب ځدراڼ ۵۰ منډې وکړې او راشد خان د ۳۱ منډو په جوړولو سره د دغې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه.
د توپ اچونې په برخه کې له مخالفې لوبډلې څخه فرید ملک درې لوبغاړي او نوین الحق او راشد خان دوه دوه دوه لوبغاړي له وسوځول.
افغانستان له دغو پېنځه لوبو وروسته په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام لوبې کوي او بیا به آسټرالیا ته د شل آوریزو کرکت نړیوال جام لپاره روانیږي.