لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډله نړیوال جام  ته د چمتووالي لپاره اماراتو ته ولاړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد ويلي، چې نن (پنجشنبه د وږي ۳۱ ) د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي شل آوریز نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره  عربي متحده اماراتو ته ولاړل.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ افغان لوبډله به د عربي متحده اماراتو په روزنیز کمپ کې له څو ورځو روزنې وروسته آسټرالیا ته ولاړه شي.

نړیوال جام به د اکټوبر په ۱۶ پیل شي او د نومبر تر ۱۳مې به دوام وکړي.

افغانستان په لومړي ګروپ کې دی او د اکتوبر پر ۲۲ د انګلستان پر وړاندې خپل کمپاین پیلوي.

محمد نبي چې په دې وروستیو کې د ۲۰۲۲ کال آسیا جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلمشري کړې او په راتلونکیو نړیوالو سیالیو کې به یو ځل بیا د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه ولري.

سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځي، کریم جنت او نور احمد چې ټول په آسیا جام کې لوبډلي؛ په نړیوال جام کې له لوبېدو بې برخې شوي.

دروېش رسولي، قیس احمد او ښی لاسی سلیم ساپی په نوملړ کې شامل شوي دي.

شل کلن صفی د لومړي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د ګډون زیری تر لاسه کړی.

د دې سياليو لپاره د نورې روزنې او پوره چمتووالي لپاره به د آستراليا په لوبغالي کې روزنه روانه وساتي.

د آریانا تلویزیون شبکه به په افغانستان کې د افغان کرکت مینوالو لپاره ځانګړي حقونه ترلاسه کړي او دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه خپروي.

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

د اکتوبر ۲۲ – افغانستان د انګلستان پر وړاندې، پرت

د اکتوبر ۲۶ – افغانستان د نیوزیلند په وړاندې، میلبورن

28 اکتوبر – افغانستان د TBA په وړاندې، میلبورن

01 نومبر – افغانستان v TBA، بریزین

04 نومبر – افغانستان د آسترالیا پر وړاندې، آدلاید

Trending

Exit mobile version