لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د ۵ ویکتو پر توپیر له سویلي آفریقا  ماته ومنله

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ د ۵ ویکتو پر توپیر له جنوبي آفریقا ماته ومنله او ورسره د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې له لوبېدو هم پاتې شو.

په دې لوبه کې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۴۴ منډې یې جوړې کړې، چې ۹۷ منډې یوازې عظمت الله عمرزي کړې دي.

سویلي آفریقا، چې مخکې یې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، ورکړ شوی هدف یې په ۴۷.۳ اورونو کې د پېنځه لوبغاړیو پر سوځیدو ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي، افغان لوبډله د پرمختګ لپاره نورو نړیوالو یو ورځنیو او تست لوبو ته اړتیا لري. د جمعې پر ورځ د هند په احمد آباد کې له جنوبي آفریقا سره له سیالۍ وروسته حشمت الله شهیدي ویلي؛ د ۵۰ اورونو کرکت ډېر اړین دی. اوس ډېر لیګونه شته؛ شل اوریز کرکت ډېر دی او زما په اند د پنځوس اوریز کرکت او تست کرکت ډېر اړین دي. که مونږ دا لوبې ولرو، خامخا به ډېر پرمختګ وکړو. مونږ له کرکت بورد او کرکت نړیوالې شورا هیله لرو، چې زمونږ د پرمختګ لپاره مونږ ته نورې لوبې هم راکړي. د کرکت نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې افغانستان ۳۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې یوازې شپږ به یې د اته غوره لوبډلو پر وړاندې وي. په داسې حال کې، چې له استرالیا، انګلستان، نیوزیلند، سویلي افریقا او پاکستان سره به یوه لوبه هم ونه‌لري. شهیدي زیاته کړې: مونږ د کرکت بورد او مدیریت لرو او هیله ده، چې له نورو لوبډلو سره د دې لوبو ډېرې سیالۍ وغواړي. ۵۰ اوریز کرکت به وي، زه دا تمه لرم.

افغانستان په نړیوال جام کې ټولټال ۹ لوبې کړي، چې څلور یې ګټلي دي.

افغانستان د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او ندرلیډ پر وړاندې بریالی شوی دی.

د افغانستان لپاره دا د نړیوال جام تر ټولو غوره سیالي وه. په تېرو دوه پړاوونو کې افغان لوبډلې یوازې یوه لوبه ګټلې وه.

 

Trending

Exit mobile version