لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي غړي وروپېژندل شول

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې د دې بورډ عمومي مشر او غړي عزیز الله فضلي په یوه خبري ناسته کې کرکټ بورډ ته ۷ نوي غړي وروپېژندل.

فضلي زیاته کړې، چې د کرکټ بورډ درې نور غړي به هم ډېر ژر معرفي شي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي؛ د اسلامي امارت لومړي وزیرملا محمد حسن اخوند دا کسان کرکټ بورډ ته ورپېژندلي دي.

د کرکټ بورډ په نویو غړیو کې سید جلال کریم، حاجي محبوب صدیقي، حاجي عبیدالله صدرخېل، عبدالرحمن الکوزی، حاجي نعمت الله، محمد یونس مهمند او عزیزالله فضلي راغلي دي.

فضلي زیاته کړې، چې د کرکټ پخواني غړي نور له مونږ سره ندي.

فضلي په خپلو خبرو کې ویلي، ډېر ژر به ملي لوبډله په راتلونکيو شل آوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.

نوموړوایي: افغان لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته پوره چمتووالی لري او د راتلونکې چارشبنې پر ورځ به ملي لوبډله لومړی قطر او بیا عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.

فضلي دا هم په ډاګه کړې، چې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې مالي ملاتړ د یوه افغان سوداګر له لوري د څلور نیم سوه زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د وروستي کېدو په حال کې دی او ډېر ژر به یې قانوني او اصولي چارې بشپړې شي.

دغه راز فضلي وایي، د ملي لوبډلې ځیني لوبغاړي اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې دي او یو شمېر نور لوبغاړي د نیپال په سوداګریز لیګ کې هڅې کوي، چې هغوی به هم ډېر ژر په عربي متحده اماراتو کې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

Trending

Exit mobile version