لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د حشمت الله شهیدي پر لوبدلمشرۍ د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
په دې لوبډله کې څلور احتیاطي لوبغاړي هم شته، چې د اړتیا په صورت کې به په لوبډله کې ولوبیږي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د روان کال د سلواغي پر شلمه / د فبرورۍ پر نهمه د سریلانکا په کېنډې پالیکلي لوبغالي کې ترسره شي.
په دغه پنځلس کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي.
دغه راز د یادو پېنځلس لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د یاد نوملړ په اړه ویلي: زمونږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي؛ سږ کال د ټسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړیو هېوادونو سره پر نورو موضوعاتو سربېره د ډېرو نورو دوه اړخیزو سیالیو پر تنظیم خبرې اترې وکړې.
نوموړي زیاته کړې؛ دا د ۲۰۲۲ز. کال له وروستیو راپدیخوا له سریلانکا سره زمونږ درېیمه لوبلړۍ ده، چې ترسره کوو یې. دغه راز به له نورو هېوادونو سره هم ورته لوبلړۍ زیاتې کړو، چې ورته چاره د افغان کرکټ په لا ډېر پرمختګ او ودې کې غوره رول لوبوي.
باید وویل شي، چې یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د سلواغې پر شلمه، دوهویشتمه او څلیریشتمه / د فبرورۍ پر نهمه، یوولسمه او دیارلسمه ترسره شي، چې ورپسې به د سلواغې پر اتهویشتمه، دېرشمه او د کب پر دوهءیمه / د فبرورۍ پر اووهلسمه، نولسمه او یوویشتمه درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.
چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی، چې په دې وروستیو کې یې د سریلانکا پر وړاندې په ټسټ لوبه کې ټپي شوی؛ د ټپ له کبله له یو ورځنیو لوبو ووت.
د یادونې وړ ده چې آریانا نړیوال ټلویزیون د دغو سیالیو د خپراوي قانوني او ځانګړی حق خپل کړی دی.
