لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان ته د دولتي نښان هیله من شو

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ لوی مشر فرهان یوسفزي ویلي؛ د هېواد له ولسمشر اشرف غني څخه هیله من شوی، چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري ملي اتل راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي نښان ورکړي.

فرهان یوسفزي په دې اړه ویلي: کله، چې له د کرکټ ادارې ته د لوی مشر په توګه راغلم؛ نو راشدخان مې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، خو د مشورو او سپارښتنو په پایلو کې مو نوموړی د ملي لوبغاړي په توګه وساته.

یوسفزي زیاته کړې: د  دې کار یوازنۍ موخه دا وه، چې زمونږ دغه ستر ویاړ او ستوری د افغان ولس پر خوشحاله ساتلو راوڅرخي؛ ځکه په لوبډلمشرۍ کې یې خپله بې سارې وړتیا له لاسه ورکوله.

باید وویل شي چې راشدخان وړمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ او ورپسې یې پرون د یادې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي ویاړ هم ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، چې ډېر ژر به د ملي اتل دا ویاړنې او سترې لاسته راوړنې ونمانځي او راشد خان هم خپله وړتیا روانه وساتي.

د هېواد د کرکت د ډګر اتل او ملي ویاړ راشد خان پخپلو بریاوو خوشحالي په ډاګه کړې او وڅرګندوي، چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د ټول افغانستان ویاړ دی.

Trending

Exit mobile version