لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې د اتلانو جام په سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه
په دې سیالیو کې دا د افغانستان دوهیمه لوبه او لومړۍ بریا ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام په سیالیو کې انګلستان ته د ۸ منډو پر توپیرماتې ورکړه.
په دې سیالیو کې دا د افغانستان دوهیمه لوبه او لومړۍ بریا ده.
د کرکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړ او د ۶ لوبغاړو پر سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.
ابراهیم ځدران پر ۱۴۴ توپونو ۱۷۷ منډې وکړې.
عظمت الله عمرزي ۴۱ منډې وکړې او د انګلستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي یې هم له مخې لرې کړل.
محمد نبي او حشمت الله شهیدي هر یو ۴۰ منډې جوړې کړې. محمد نبي هم دوه سیال لوبغاړي له لوبغالي وویستل.
دغه راز انګلستان، چې خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وه؛ د ټاکل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.
افغانستان له دې بریا سره دوه نمرې ترلاسه کړې او د انګلستان لوبډله له روانې سیالۍ څخه ووته.
ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د انګلستان پیاوړي بالر جیفري آرچه په سیالۍ کې درې افغان لوبغاړي او لیام لیوینګسټن دوه افغان لوبغاړي له لوبې لرې کړل.
د افغان لوبډلې راتلونکې او پرېکنده لوبه به د کب پر لسمه / د فبروري په اتهویشتمه د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې په لاهور کې ترسره شي.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینهوال کولی شي د اتلانو جام نورې لوبې هم پر ژوندۍ بڼه ل آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د نورو لوبو، معلوماتو او مهالوېش لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګوئ.
