لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې له بنګله دېشه دوه یمه ۲۰ آوریزه لوبه وګټله

Published

on

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (شنبه، د کب ۱۴) له بنګله دېش سره د شل آوریزو نړیوالو سیالیو دوه یمه او وروستۍ لوبه پر اته ویکټو وګټله.

بنګله دېش لوبډلې لومړی په ۲۰ آورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو  ۱۱۵ منډې یې جوړې کړې.

د بنګله دېش په توپ وهنه کې مشفق الرحیم تر ټولو ډېرې ۳۰ منډې جوړې کړې.

 د افغانستان له لوري فضل فاروقي او عظمت الله عمرزي د بنګله دېش درې درې لوبغاړي وسوخول.

د هېواد ملي لوبډلې په ۱۷.۴ آورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ. حضرت الله ځاځي ۵۹  او عثمان غني ۴۷ مندې تر سره کړې.

له دې بریا سره افغان لوبډلې د ۲۰ آورونو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه.

Trending

Exit mobile version