لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د څلور منډو پر توپیرماتې ورکړه

افغانستان، چې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان پر وړاندې د پایلوبې لپاره خپل ځای خوندي کړی؛ د لوبډلمشر راشد خان په ګډون یې خپل شپږ مهم لوبغاړي هم دمه کړل.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۶, ۱۴۰۴

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د درې اړخیز لوبلړ په یوه زړه‌راکښونکې لوبه کې کوربه لوبډلې ته د څلور منډو پر توپیرماتې ورکړه.

افغانستان، چې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان پر وړاندې د پایلوبې لپاره خپل ځای خوندي کړی؛ د لوبډلمشر راشد خان په ګډون یې خپل شپږ مهم لوبغاړي هم دمه کړل.

په هر حال دوی د څلورو ویکټو پر ترلاسه کولو ۱۷۰ منډې جوړې کړې، چې په کې د ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز د منډو پرانیستونکې ملګرتیا مل وه.

ځدران ۴۸ او ګربز ۴۰ منډې جوړې کړې. کریم جنت او ګلبدین نایب هم په ترتیب سره ۲۸ او ۲۰ منډې ترسره کړې.

افغانستان به اوس د یکشنبې پر ورځ په پایلوبه کې له پاکستان سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version