لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

با این پیروزی، افغانستان برنده سلسله مسابقات دوجانبه شد. در بازی اول روز چهارشنبه، افغانستان با تفاوت ۶ ویکت افریقای جنوبی را شکست داده بود.

Published

on

Last Updated on: تله ۱, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ د جنوبي افریقا پر وړاندې یوه بله پیاوړې بریا خپله کړه. افغانستان په دوه‌یمه یوه ورځنۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دې لوبلړ ګټونکی شو.

رحمان الله ګربز ۱۰۵ منډې وکړې او افغانستان د ۴ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۳۱۱ منډې جوړې کړې. راشد خان د خپلې کلیزې پر ورځ پېنځه ویکټې واخیستې او سویلي افریقا پر ۱۳۴ منډو وسوځېده.

له دې بریا سره افغانستان د دوه اړخیزو سیالیو لړۍ وګټله.

د چارشنبې پر ورځ په لومړۍ لوبه کې افغانستان سویلي افریقا ته د  ۶ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

د جمعې د ورځې په لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان په بشپړ ډول لوبه په خپل واک کې لرله او یوه زړه‌راکښونکې توپ‌وهنه یې نندارې ته وړاندې کړه.

ګربز پر ۱۱۰ توپونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې او هغه لوبغاړی شو، چې د افغانستان لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

عظمت الله عمرزي له ۵۰ توپونو د ۸۶  منډو په ګډون  څلور ۶ شپږې جوړې کړې.

رحمت شاه هم ۵۰ منډې وکړې.

سویلي افریقا د ټاکلي هدف لپاره ښه پیل درلود؛ ځکه، چې د ټمبا باووما او لوبډلمشر ټوني دوورزي په ګډه د ۷۳ منډو پر جوړولو ښه وځلېدل.

له هغې وروسته، چې باووما د عمرزي لخوا وسوځول شو؛ سویلي افریقا پر‌له‌پسې ویکټې له لاسه ورکړې.

راشد خان، چې د توپ‌وهنې پر مهال یې پښه ټپي شوې وه په ۹ اورونو کې یې پېنځه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۹ منډې یې ترسره کړې. ننګیال خروټي ۴ ویکټې واخیستې او ۲۶ منډې یې ورکړې.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ په شارجه کې ترسره شي.

(رویټرز)

Trending

Exit mobile version