لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په درې ۵۰ اوریزو سیالیو کې له جنوبي افریقا سره مخ شي
دغه سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې څخه تر دوهویشتمې ( د وږي له اتهویشتمې څخه د تلې تر لومړۍ) پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د سویلي افریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ اعلان کړی، چې دا د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ دوه اړخیزلوبلړ دی.
دغه سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې څخه تر دوهویشتمې ( د وږي له اتهویشتمې څخه د تلې تر لومړۍ) پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ هم اعلان کړی، چې افغانستان به د روانې میاشتې له نهمې څخه تر دیارلسمې د نیوزیلنډ له لوبډلې سره د یوې ټیسټ لوبې کوربه وي.
د افغانستان لوبډلې د ۵۰ او ۲۰ اورونو په نړیوال جام سیالیو کې له خپلې بریا سره د نړۍ د معتبرو لوبډلو پام ځانته رااړولی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سږکال د اسټرالیا او نیوزیلینډ په ګډون څو پیاوړو لوبډلو ته پر ماتې ورکولو د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
