لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریز لوبلړ ګټونکې شوه
(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ اوریز لوبلړ بریا خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې د دوشنبې پر شپه (د کب اته ویشتمه ) ترسره شوه؛ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه، خو ایرلینډ لوبډلې په ۹۸ مډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د ۵۷ منډو پر توپیر افغانستان وګټله.
د افغانستان لپاره د توپوهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه په میدان کې پاتې شو.
دغه راز د توپاچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي د لوبې په څلورو اورونو کې څلور ایرلینډي لوبغاړي له ډګره وتلو ته اړ کړل او مخالف لوري ته یې نهه منډې ورکړې.
همدارنګه نوین الحق د ایرلینډ درې لوبغاړي له ډګره وایستل.