لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د متحده اماراتو له لوبډلې سره لوبیږي
(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي ۴ ) خپله لومړۍ روزنیزه ( تمریناتي) پنځوس اوره لوبه له عربي متحده اماراتو سره پیلوي.
دا لوبه به د کابل پر وخت سهار لس بجې د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دواړه لوبډلې به ۵ لوبې وکړي، چې دوه یې روزنیزې دي.
د افغانستان او عربي متحده اماراتو د لوبډلو ترمنځ دوهیمه روزنیزه ۵۰ اوره لوبه د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ترسره کېږي.
دواړه لوبډلې به درې نړیوالې شل اوریزې لوبې هم ولري، چې لومړۍ به یې د جمعې پر ورځ ترسره شي.