لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري

د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې له جنوبي افریقا سره درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت مازیګر څلور بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او سویلي افریقا له دې مخکې پېنځه ځلې له یو بل سره مخ شوي دي؛ دوه ځله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (۵۰ اوره) او درې ځله په ۲۰ اوره سیالیو کې سره مخ شوي، چې په دې ټولو لوبو کې ​​سویلي افریقا مخکښه پاتې شوې ده.

افغانستان، چې په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ؛ په سپین بال ټیسټ لوبو کې له هند او سویلي افریقا پرته نورو ټولو ته یې ماتې ورکړې ده.

د سویلي افریقا کرکټ لوبغاړي لونګي نګدي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې افغانان په همدې خاطر د پام وړ دي.

نګيدي ویلي، د کرکټ لوبډلې نظر یوازې د هغه څه پر بنسټ دی، چې خلک یې فکر کوي؛ خو دا تل رښتیا نه‌وي.

هغه زیاته کړې: د افغانستان د لوبې په اړه د هر چا نظر پر مونږ اغېز نکوي؛ ځکه، چې مونږ ولیدل چې د نورو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې څه کولی شي.

هغه وایي: مونږ د لوبو دغه لړۍ ساده نه بولو. دوی د نړۍ پر کچه کرکټ لوبغاړي او د سیالیو ګټونکي لري او پخپل وخت کولی شي د نړۍ غوره لوبډلې ماتې کړي.

دې لوبغاړي زیاته کړې: مونږ  دا پېښه لیدلې؛ ځکه، نو فکر نه کوم، چې څوک به دوی ته د کمزوري پر سترګه وګوري. مونږ یقینا پوهیږو، چې مونږ څه کوو.

باید وویل شي، چې د دې هېواد د کرکټ ستوری راشد خان ارمان به په دغو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ګګډون ولري؛ ځکه هغه ټپ یې رغېدلی، چې له کبله یې د نیوزیلینډ پر وړاندې له ټیسټ لوبوبې برخې پاتې شو.

د يادونې ده، چې د دې سياليو لومړۍ لوبه به سبا ترسره شي، دوه‌يمه او درېيمه لوبه به پر ترتيب د وږي پر دېرشمه او د تلې پر لومړۍ نېټه ترسره شي.

له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ملي لوبډلې د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د دغه نوملړ له مخې، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپي کېدو له کبله په دې سیالیو کې ګډون نشي کولی.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.

د يادونې ده، چې د هېواد ملي لوبډله د سويلي افريقا او هند لوبډلو ته پر ماتې ورکولو بريالۍ شوې نده.

Trending

Exit mobile version