تازه خبرونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته هیله منه ده – نبي

Published

on

(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)

د کرکټ ملي لوبدلي غړي محمد نبي ویلي؛ د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو ګټل د دغو لوبو په نړیوال جام کې د پرمختګ غوره فرصت دی.

نبي کریکبز ته په وینا کې ویلي: هره لړۍ د افغانستان لپاره مهمه ده او د دې سیریزې ګټل مونږ ته ډېر اړین ول. زه فکر کوم، چې دا هم د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی دی.

نبي زیاته کړې؛ مونږ ځوانانو ته فرصتونه ورکړي او د دوی د پرمختګ په تمه یو. هیله لرو، چې مونږ به په نړیوال جام کې ښه یو ځواکن اړخ ولرو.

نبي دا هم ویلي، چې په ابوظبي کې لوبی کول به د دوی د توپوهنې په وده کې مرسته وکړي؛ خو په دې شرط، چې نوې اړتیاې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړې؛ ډېری وخت ویکټ د توپ وهنې لپاره مناسب نه وي؛ مونږ د لوبې په ډګر کې د بېلابېلو توپیرونو هڅه کوو او په دې توګه بېلابېلې هڅې مو د پام وړ وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د کرکټ د هرې هڅې له ترسره کولو او په اړه یې له ځوانانو سره له خبرو او د هغو پوښتنو ته له ځواب ویلو هم خوند اخلم.  

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ په دوه یمه لوبه کې زمبابوې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه د صفر په وړاندې پخپل نوم کړه.

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ په دوه یمه لوبه کې افغانستان پرون د کریم جنت او عثمان غني د غوره توپ وهنې تر څنګ د محمد نبي د هر اړخیزې لوبې پر مټ زمبابوې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه د صفر په وړاندې پخپل نوم کړه.

د دغې لوبلړۍ دوه یمه لوبه، چې د اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې افغانستان د توپ وهنې پرېکړه وکړه،؛ کریم جنت ۵۳، عثمان غني ۴۹ او د محمد نبي چټکې ۴۰ منډې د یادولو وړ دي؛ ځکه، چې په ټاکلیو ۲۰ آورونو کې د پېنځه ویکټو په غورځېدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۴ منډو موخه وټاکه.

د زمبابوې لوبډلې د لوبې په دوه یمه نیمایي کې توپ وهنه پیل کړه او د ټولو ویکټو په غورزېدو سره یې ۱۴۸ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۴۵ منډو په توپیر افغانستان ته و بایلله.

د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې د راین برل ۴۰، ټریپانو ۲۴ او مسکنډا ۲۲ منډې د یادولو وړ دي.

د افغانستان لپاره بیا په توپ اچونه کې راشد خان درې، نوین الحق او محمد نبي هر یو دوه، دوه، حمزه هوتک، فرید ملک او کریم جنت هر یو یوه، یوه ویکټ تر لاسه کړې ده.

په دې لوبه کې محمد نبي د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی و پېژندل شو.

د یادونې ده، چې د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به نن ورځ د مارچ میاشتې پر شلمه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version