لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په خپله دوهیمه لوبه کې نیوزیلینډ ته د ۸۴ منډو پر توپیرلومړنۍ تاریخي ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.
رحمان الله ګربز پر ۵۶ توپونو ۸۰ او ابراهیم ځدراڼ پر ۴۱ توپونو ۴۴ منډې جوې کړې. ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د نیوزیلینډ لوبډله، چې د ۲۰۲۱ کال په نړیوال جام کې د دوهیمې درجې مقام ته رسېدلې وه؛ د افغانستان د ۱۶۰ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۵.۲ اورونو پرمهال د ۷۵ منډو پر جوړولو له ډګره ووتله.
راشد خان په ۴ اورونو کې ۴ ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې او فضل الحق فاروقي په ۳.۲ اورونو کې همدومره ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې او محمد نبي دوه ویکټې واخیستې.
د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلیامسن له لوبې وروسته ویلي: افغانستان ته دې مبارک وي؛ دوی په هره څانګه کې له مونږ څخه ښه لوبه وکړه. دوی پخپلو مهارتونه زمونږ لپاره وضعیت ستونزمن کړی و.
دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهیمه بریا وه، چې د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یې خپله کړه.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان به خپله بله لوبه د جمعې پر ورځ د افغانستان په وخت مازدیګر پېنځه بجې له پاپوا نیو ګیني سره ترسره کوي.
د یادونې ده، چې آریا نا راډیو ټلویزیون دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
