لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون (دوشنبه د مرغومي ۴ ) له عربي متحده اماراتو سره په لومړۍ روزنیزې یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۰۹ منډو پر توپیر بری خپل کړ.
دغه لوبه، چې د عربي متحده اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه؛ افغانستان له خپل نوي جوړښت سره بریالی شو، چې خپل سیال ته ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې عربي متحده اماراتو پچه وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۱۴ منډې یې جوړې او اماراتو ته یې د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لوبډلې د یمین احمدزي پر زړه پورې توپاچونې افغانستان ته د بریا زمینه برابره کړه او د ۵ سیالو لوبغاړو پر سوځولو بریالی شو.
د اماراتو لوبډلې په ۳۰.۴ اورونو کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې؛ خو خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او له ډګره د افغانستان پر ګټه ووتل.
د توپوهنې په برخه کې بشیر شاه د افغانستان لپاره ۴۴ منډې جوړې کړې.
افغانستان له نوي جوړښت سره دې سیالیو ته تللي او په کې یوازې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، ګلبدین نایب او عظمت الله عمرزی د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه لوبه کوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهیمه یوه ورځنۍ لوبه سبا (چارشنبه د مرغومي ۶ ) ترسره شي.