Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

??????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د کرکټ په نړیوال شل اوریزو سیالیو کې د لومړۍډلې تر ټولو غښتلي لوبډلې ویست انډیز ته په ۶منډو ماتې ورکړه.

ویست انډیز هغه هېواد دی چې په روان تورنمنټ کې يې له هېڅ يوه هېواده ماتې نه ده خوړلې. ويست انډيز سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلېستان ته ماتې ورکړې وه.

 پچه ویست انډیز وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰اورونو کې د ۷لوبغاړو پهسوځېدو  سره ویسټاندیز ته ۱۲۴منډې هدف ورکړ.

په دې لوبه کې نجیب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ده په ۴۵توپونو ۴۸منډې وکړې.شهزاد په ۲۵توپونو ۲۴اصغر ستانکزي په ۲۸توپونو ۱۶منډې وکړې.

افغان لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه او ويې کولای شول چې د ويسټ انډيز لوبډله له لويو شاټونو ته پرې نه ږدي او لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي.

د ۱۰غوره لوبډلو په روان ټورنمنټ کې افغانستان او پاکستان هر یوه درې – درې مسابقې بایللي خو بنګله دېش څلور واړه بایللي دي. افغانستان تر دې وړاندې د دې سیالیو په لومړي پړاو کې ۳لوبډلېماتېکړېوې.

ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نه‌غواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.

د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.

امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نه‌پاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.

د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!