لوبی
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ۱۹کلنو ملي لوبډلې په دبۍ کې د درې اړخیزو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
فیصل خان ۱۵۶ او لوبډلمشر محبوب خان ۱۴۱ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ۱۹۰ منډو پر جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بریالۍ نشوه، چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
دا په دې درې اړخیز لوبلړ کې د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دوهیمه بریا ده.
د یادونې ده، چې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.