تازه خبرونه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د م.م د ۶ میلیون ډالرو د وړاندیز راپور رد کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د ملګرو ملتونو ټولنې د تاسیساتو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو د شپږ میلیون ډالرو د وړاندیز راپورونه رد کړل.

یاد وزارت د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي ۲ ټویت وکړو چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نلري.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې تر اوسه په دې اړه د ملګرو ملتونو کوم رسمي وړاندیز تر لاسه شوی ندی.

رویټرز په دې وروستیو کې راپور ورکړ، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو د ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د شپږ میلیون ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی؛ په دې اړه یو سند لري او باخبره سرچینو هم د ملګرو ملتونو دغه وړاندیز تائید کړی. په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو او امریکا تر بندیز لاندې دی.

د رویټرز په وینا؛ وړاندیز شوی معاش د ملګرو ملتونو د تاسیساتو ساتونکيو امنیتي ځواکونو ته د میاشتني معاش په توګه ورکول کیږي. دغه پيسې به په راتلونکي کال کې کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق رویټرز ته ویلي، چې د آمر په توګه دا ټولنه دنده لري، چې د کوربه هېوادونو وړتیا پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version