تازه خبرونه
د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست د کوم هېواد تر اغېز لاندې ندی
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، چې افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی؛ کورنی او بهرنی سیاست یې د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې ندی.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې هېڅ هېواد پر افغان حکومت نفوذ نلري او افغان حکومت خپلې ټولې پرېکړې په خپلواکه توګه کوي.
امیر خان متقي زیاتوي، چې اسلامي امارت له امریکا سره ښې دیپلوماتیکې اړیکې غواړي او کابل له امریکا سره د دیپلوماتیکو تعاملاتو لپاره اړیکې ساتلي دي.
متقي هند ته هم ډاډ ورکړی، چې د یپلوماتانو ته یې بشپړ امنیت برابر کړی او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخ کړي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي: افغانستان خپلې پرېکړې پخپله کوي او خپله پالیسي جوړوي. افغانستان یو خپلواک او آزاد هېواد دی او د هیڅ هېواد تر نفوذ لاندې ندی. د خپل بهرني سیاست په برخه کې هره پرېکړه پخپله کوي.
متقي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د امريکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره يپلوماتيکې اړيکې غواړي.
د هغه څرګندونو له مخې، کابل له واشنګټن سره د دیپلوماټیکو تعاملاتو لپاره تماسونه ټینګ کړي او هیله لري، چې په راتلونکي کې به له امریکا سره اړیکې ښې شي.
نوموړی په کابل کې د هندي دیپلوماتانو د امنیت د خوندیتوب په اړه هند ته ډاډ ورکوي او له دې هېواده غواړي، چې له اسلامي امارت سره اړیکې پراخې کړي.
امیرخان متقي په ډاګه کړې: افغانستان اوس بشپړ حاکمیت او یو خپلواک حکومت لري؛ هغه حکومت، چې پخپلو پولو او خاورې بشپړ کنټرول لري، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د کوم هېواد لپاره ګواښ پېښ کړي. افغانستان ته د هندي دیپلوماتانو را لیږل، د افغانستان په سفارت کې زمونږ د دیپلوماټانو منل او افغانانو ته د هند د ويزو ورکول د سوداګريزو اړيکو پيل زمونږ په تعامل کې ستر پرمختګ دی، مونږ له هند سره د اړيکو پياوړتيا او پراختيا غواړو، ديپلوماتيک ځايونه زمونږ او هندي چارواکو ترمنځ د اړيکو ښه پل دى.
د امریکا لوړ پوړي پوځي او دفاعي چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه د محاربوي ځواکونو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت به نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم له ترهګرۍ سره مبارزه روانه ساتي.
د امریکا دفاع وزیر لوید آستین له افغانستان څخه له وتلو یو کال وروسته ویلي: نن د شل کلنې جګړې له پای ته رسېدو او له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو یو کال پوره کېږي؛ مونږ په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو ځواکونو پر مسلکي کارکردګۍ او د ناتو پر همکارۍ ویاړو. په افغانستان کې حضوري جګړه پای ته رسېدلې؛ خو جګړه اوس هم دوام لري؛ مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه روانه ساتلې او په دې برخه کې به له خپلو ځانګړیو جنګي وړتیاوو کار اخلو.
: د امریکا لوی درستیز مارک میلي ویلي: زمونږ ټول ځواکونه؛ محاربوي، سمندري، هوايي او ځانګړي ځواکونه باید په افغانستان کې پر دنده وویاړي. دوی د خپل هېواد دساتنې او دفاع لپاره هلته دنده ترسره کړه. جګړه دوام لري؛ مونږ به له خپلو وړتیاوو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم کارواخلو. تروریستان دې پوه شي، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته به پسې ورشو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د امریکا بې پيلوته الوتکې د کابل په وزیر محمد اکبرخان کې پر یوه کور برید وکړ او وروسته یې ادعا وکړه، چې د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري یې وژلی دی. اسلامی امارت دا برید په کلکو ټکو وغانده او د افغانستان پر ملي حاکمیت یې د امریکا د تیري دوام وباله او د ایمن الظواهري وژنه د امریکا ادعا بولي.