تازه خبرونه
د افغانستان ګاونډيان دې اسلامي امارت ته رغنده وړانديزونه وکړي – قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې له پاکستانيو چارواکو سره په لیدنه کې هوکړه شوې، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه به اسلامي امارت ته رغنده وړاندیزونه کوي.
حسن کاظمي قُمي اسلامآباد ته په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جلیل عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي.
کاظمي قُمي په ایکس پاڼه کې لیکلي: په دې ناستو کې ما ټینګار وکړ، چې په سیمه کې سوله او ثبات د افغانستان له سولې او ثبات سره تړاو لري او هغه څه، چې د دې سولې په رامنځته کولو کې مرسته کولی شي؛ د افغانستان د ګاونډ هېوادونو پر محوریت سیمهییز نوښتونه دي.
هغه زیاته کړې: په دې چوکاټ کې، مونږ له خپلو پاکستانيو سیالانو سره هوکړه وکړه، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه د افغانستان لپاره د سیمهییزو اړیکو ډلې بنسټ جوړوي او د رغنده وړاندیزونو یو نوملړ دې د افغانستان چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) ته وړاندې کړي.
قُمي همداراز څرګنده کړې، چې د اړیکو ډله او کاري پلان د پراخه کېدو وړ دي او د افغانستان د ګاونډ، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې اندېښنې د یو ځانګړي کاري پلان په بڼه له منطقي مهالوېش سره ګام پر ګام کار وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د خبر له مخې؛ جیلاني د ایران له استازي سره په کتنه کې د سیمې د ثبات لپاره د پوره همغږۍ پر ضرورت ټینګار څرګند کړی دی.
هغه ویلي، چې د سیمې په سوله او ثبات کې د افغانستان د ګاونډیانو رول اړین دی.