تازه خبرونه
د افغانستان یوه نجلۍ ترکیې ته پلې رسېدلې
(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۰)
ترکي رسنۍ خبر ورکوي، چې د افغانستان یوې ۱۶ کلنې نجلۍ اووه میاشتې پلی مزل کړی او تر کیې ته رارسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، دا نجلۍ اوس په ناروې کې ژوند کوي.
دغې ۱۶ کلنې نجلۍ د ښه ژوند لپاره شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومټره پلی مزل کړی دی.
دا نجلۍ او څو نور کسان ترکیې ته له رسېدو وروسته د ترکیې سرحدي ساتونکیو ونیول او په یوه مرکز کې وساتل شول.
هغې د ترکیې د وان ولایت له والي او د هغه له میرمنې سره هم وکتل.
هغې ویلي، چې په ناروې کې یې د ښه ژوند خوب لیدلی و او په همدې موخه ترکیې ته پلې رارسېدلې ده.
دغې نجلۍ ویلي، چې په خپل هېواد کې یې د ګواښ احساس کاوه او له همدې کبله یې کډوالي غوره کړه.