لوبی

د افغانستان ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام په روزنیزو سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې انګلستان ته، چې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې دوه‌یم مقام خپل کړی و؛ د ۶۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

 

په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ په جنوبي افریقا کې ترسره شوه؛ پچه انګلستان وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان د ۸۴ منډو او څلورو لوبغاړو پر سوځېدو تر فشار لاندې و؛ خو سهیل خان زرمتي او نعمان شاه له پنځوس ډېرې منډې وکړې او افغانستان ټولټال ۲۳۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري تعظیم علي ۴۵ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. سباسشین مورګان او ډومینیک کیلي دوه – دوه ویکټې واخیستې.

د انګلستان لوبډلمشر بن مک‌کیني ښه پیل وکړ؛ خو د افغانستان ۱۶ کلن الله محمد غضنفر، چې له مجیب الرحمن سره ورته والی لري د انګلستان درې تکړه توپ‌اچونکي وسوځول.

کیلي له ۷ نمبر څخه توپ‌وهنه پیل کړه او اډي جک له ۱۰ نمبر څخه ۳۶ منډې جوړې کړې؛ خو انګلستان لوبډله په ۱۷۱ منډو وسوځېده او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلل.

افغانستان راتلونکې روزنیزه لوبه د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږ‌ویشتمه / د جنوري شپاړلسمه ) له جنوبي افریقا سره کوي.

Trending

Exit mobile version