لوبی
د افغانستان ۱۹ کلنو په درې ملتیزه سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
دا لوبه د جمعې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه / د نومبر پېنځلسمه ) په دوبۍ کې ترسره شوه، چې د دې سیالیو یا ټورنمنټ کوربه دی.
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د درې ملتیزې ۵۰ اووریزې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبغاړو ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د جمعې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه / د نومبر پېنځلسمه ) په دوبۍ کې ترسره شوه، چې د دې سیالیو یا ټورنمنټ کوربه دی.
افغانستان د دې لوبې د پچې له بایللو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او مقابل لورې ته یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.؛ خو د پاکستان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۷ اوور کې د ۲۰۶ منډو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اتهویشتمه / د نومبر پر اتلسمه ) د درې اړخیزو سیالیو په دوهیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.
