لوبی
د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو اتلولي خپله کړه
Last Updated on: ليندۍ ۷, ۱۴۰۳
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۴ کال په درې اړخیزه سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د دغو دوه لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ شپږمه ) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.
لومړی افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړي میدان ته راووتل او د ۲۵۰ منډو هدف یې وټاکه. په ځواب کې یې د پاکستان لوبډلې یوازې ۲۲۹ منډې جوړې کړي او د دوی ټول لوبغاړي د توپوهنې پر وړاندې وسوځېدل.
دغه درې اړخیزه سیالۍ د آسیا ملتونو جام سیالیو ته د چمتووالي یوه برخه ده، چې ټاکل شوې د نومبر پر دېرشمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. دا جام به د سیمې ۸ غوره لوبډلې ترسره کوي او افغانستان د دې اتلولۍ یو له نوماندانو څخه دی.
