سوداگري

د افغانستان ۷۰ سلنه ترانزیت سوداګري د ایران له لارې ده

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۳۹۹)

د آسیا پراختیایي بانک د څرګندونو له مخې؛ که څه هم افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ لپاره تل پر پاکستان تکیه کړې؛ خو د هېواد ۷۰ سلنه ترانزیت سوداګري د ایران له لارې تر سره کیږي.

د آسیا پراختیاي بانک د سوداګریزو دهلیزونو د کتنې او څارنې په کلني راپور کې راغلي، چې اوس هم پاکستان د سړکونو د ترانسپورتي خنډونو په لیرې کولو کې له ننګونو سره مخ دی.

له پاکستان څخه د لارې بدلول له دې کبله ول، چې نه یوازې د نورو بندرونو لګښت لږ دی، بلکې تعرفې او امنیت یې هم ښه دی.

د راپور له مخې؛ په ایران کې د هر لیتر ډیزلو بیه صفر اعشاریه صفر شپږ دالره ده او په پاکستان کې بیا صفر اعشاریه ۸۶ دالره کیږي، چې د پاکستان په پرتله یې بیه دېره ټیټه ده.

په ټوله کې د ترانسپورت لګښت ښه شوی او د لاریو تګ راتګ هم د ۲۰۱۸ کال په پرتله ډېر شوی. د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې اوسط وخت هم ۳۸ اعشاریه ۲ ګړیو ته لوړ شوی دی.

له چمن څخه د تېریدو وخت نږدې دوه ګړۍ و، چې په ۲۰۱۹ کال کې د ډېر وخت تېریدونکې لارې په توګه پېژندل شوې وه.

په دې راپور کې دا هم راغلي، چې د پېښور له لارې هم موتر لږ تر لږه ۹ ساعته ځنډیږي، چې په دې توګه درېیمه بندري لار شمېرل شوې.

دا د افغانستان او مرکزي آسیا د سوداګریزو توکو د تګ راتګ اټکلي بېلګې وې، چې وړاندې شوې.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پاکستان د ملي ترانسپورت تګلاره تصویب کړه؛ نیمګړتیا او خنډونه یې په  نښه کړل او  یو لړ اصلاحات او نوښتونه پیل شول، چې د ترانسپورت لګښتونه او وخت لږ او صادرات ډېر کړي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ کال د ترانزیت سوداګرۍ پر تړون  خبرې بیا پیل کړي، چې موخه یې له مرکزي آسیا څخه د سویلي پاکستان بندرونو ته د ترانزیت راجلبول دي.

Trending

Exit mobile version