تازه خبرونه

د افغانستان ۸۵.۶ سلنه خلک خپلمنځی خبرو ته هیله من دي- نظر پوښتنه

Published

on

د خپلمنځي خبرو په درشل کې یوه نظرپوښتنه ښیې، چې ډېري افغانان خپلمنځي خبرو ته هیله من دي.

دوی په دې باور دي، چې خبرې به د هېواد روانه ۱۹ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

دا سروې، چې \ له سولې د افغانانو پویدل \ تر سرلیک لاندې د امریکایي پوهنتون په همکارۍ د جګړې او سولې مطالعاتو انستیتوت لخوا په لاره اچول شوې او موخه یې د افغانانو لید وړاندې کول او د دوی د اندېښنو په اړه تصمیم نیونکي خبرول دي.

د دې نظرپوښتنې موخه پالیسي جوړونکیو، سیاسي اشخاصو، مدني ټولنو او د رسنیو په ګډون د سولې په بهیر کې برخه اخیستونکیو ته د باوري پرېکړو او د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې رغنده رول ولوبولو ته آسانتیاوې برابرول دي.

د راپور له مخې: د دې څېړنې موخه د سولې بهیر په اړه د خلکو اړتیاوې، لومړیتوبونه او اندېښنې ارزول او په اړه یې د معلوماتو راټولول دي. د دې نظر پوښتنې موندنې د افغانستان د سولې اوسنۍ نظریې او فلسفې ننګوي، چې د افغان رسنیو، دیپلوماتیکو کړیو او مشرانو لخوا ترسره کیږي.

د دغې نظرپوښتنې له مخې، ۸۵.۶ سلنه خلک اوس هم د سولې په اړه هیله من دي او په دې باور دي، چې د سولې خبرې کولی شي د هېواد ۱۹ کلن جنګ پای ته ورسوي.

همړارنګه ۶۹ سلنه ځواب ویونکي تلپاتې سولې ته اسلامي جمهوریت او ۷ سلنه اسلامي امارت غوره بولي.

سربېره پردې ۸۱ سلنه ځواب ویونکي په دې باور دي، چې د حکومت متمرکز جوړښت د سولې له هوکړې وروسته غوره انتخاب دی. پداسې حال کې، چې یوازې ۱۰ سلنه خلکو ویلي، چې د سولې له هوکړې وروسته به دوی امیرالمومنین په افغانستان کې د حکومت د مشر په توګه ومني.

دغه راز۳۶ سلنه ځواب ویونکیو ویلي، چې دوی د طالبانو د ظلم په اړه اندېښمن دي. په داسې حال کې، چې په ټول هېواد کې ځواب ویونکیو په ډاګه کړې، چې هیڅ یو د طالبانو خدمات (ټولنیز عدالت، امنیت، دسپلین او اقتصادي فرصت) نه غواړي.

د افغانستان په سویل کې ۵۰ سلنه ځواب ویونکیو ویلي، چې دوی د طالبانو لخوا وړاندیز شوي اقتصادي فرصتونه خوښوي.

نورو ۶۲ سلنه خلکو ویلې، چې دوی په شخصي بڼه د طالبانو غړي نه پېژني او ۴۰ سلنه بیا وایي، چې دوی نه پوهیږي د طالبانو رهبري څوک کوي.

د ځواب ویونکیو ډېرکي پر د افغانستان اسلامي جمهوریت باور لري او ویلي یې دي، چې د دوی امنیت د دولت لخوا خوندي کیږي. پداسې حال کې چې ۶۸.۴ ځواب ویونکو ویلي، چې دوی د شخړو د حل لپاره له دولت سره خپله اړیکه نیسي.

دغه راز ۳۵ سلنه ځواب ویونکیو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ۴۲ سلنه، چې دوی د سولې له موافقې وروسته د نړیوالو ځواکونو له دوام سره خوښ دي.

د یاد انستیتیوت په وینا، د سولې له هوکړې وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون لپاره د ملاتړ کچه د هېواد په ختیځ، مرکزي او سویل ختیځو سیمو کې لوړه ده.

که څه هم د امریکایي ځواکونو د حضور او ملاتړ سلنه توپیر لري؛ ۳۵ سلنه وګړي وایي، چې د امریکایي ځواکونو شتون د دوی په ژوند مثبت اغیز درلود.

۵۶ سلنه خلکو د بېړنیو ولسمشریزو ټاکنو یا د سولې تړون له لاسلیک وروسته د لنډمهاله حکومت له جوړیدو سره هوکړه وکړه.

د یادونې ده، چې نږدې ۴۲ ځواب ویونکیو ویلي، چې که فرصت ورته برابر شي؛ نو دوی به له هېواده ووځي.

Trending

Exit mobile version