تازه خبرونه
د افغانستان ۹۳ سلنه کورنۍ پوره خواړه نلري
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام پرون جمعه د وږي ۱۹ / د سپټمبر ۱۰ څرګنده کړې، چې ۹۳ سلنه افغان کورنۍ پوره خواړه نه خوري.
دغه پروګرام زیاته کړې، چې په هرو څلور افغانانو کې درې یې د مقابلې قوي میکانیزم کاروي او یا ترې تېریږي او د ماشومانو تغذیې ته لومړیتوب ورکول.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال د جون له ۱۷ څخه د سپټمبر تر ۵ یې یوه ټیلیفوني سروې کړې او ۱۶۰۰ کسان یې د خواړو په اړه پوښتلي دي.
ادارې ویلي، چې د اګست له ۱۵ څخه د اګست تر ۲۰ پورې د خلکو په خواړو کې لوی توپیر راغلی.
د آسیا او ارام سمندرګې د اړوند سیمو لپاره د خوراک نړیوال پروګرام مرستیال انټیا اوب په دې اړه ویلي؛ ځینې کورنۍ ورسره د مقابلې خورا سخت میکانیزمونه کاروي. لکه د خواړو پریښودل یا د لویانو پرځای ماشومانو ته خواړه غوره کول یا د خواړو کچه لږ او یا دوه چنده شوې ده.
د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د کابل له نیولو او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د افغانستان پولي زیرمې کنګل کړې.
هغه له مرستندویانو هم غوښتي، چې له افغانستان سره د مرستو په اړه له نړیوالې غونډې مخکې ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړي.
د مرستندویه ادارو د څرګندونو له مخې؛ افغانان خپلو کورنیو ته د خواړو په برابرولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دغه راز وچکالۍ او کرونا ویروس هم د افغانستان اقتصاد اغېزمن کړی دی.
انټیا وب ویلي: خلک د خواړو د پېرېدلو لپاره پوره پیسې نلري. د خوراکي توکو بیې لوړې شوي. د سونګ توکو بیې هم لوړې دي. تر نږدې راتلونکي پورې به ډېري خلک ونشي کولی د ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه واخلي.
د خواړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې، په هرو دوه ماشومانو کې یو، چې له پېنځه کلونو لږ عمر لري د خوارځواکۍ له امله اغېزمن کیږي.
دې ادارې زیاته کړې، چې ۱۴ میلیون افغانان یا د افغانستان د وګړیو درېیمه برخه به د خواړو له خوندیتوبه بې برخې پاتې شي.
د خواړو نړیوال پروګرام ويلي، چې د غزني، خوست او پکتیکا په ګډون د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۵ یې تېره میاشت د خوراکي توکو له لږ لګښت سره مخ شوي.