سیمه ییز خبرونه

افغان دولت په تېرو لسو كلونو كې د ښځو د حقونو په خوندي كولو كې پاته راغلى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانو ښځو د اجتماع مسئولين وايي، چې فقر، نا امني او كمزورى اقتصاد د دې لامل ګرځېدلي، چې په افغانستان كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د اندېښنې وړ زياتې شي.

دوى نيوكه كوي، چې افغان دولت په تېرو لسو كلونو كې په داسې حال كې چې نړيوالې مرستې ورسره وې، د ښځو د حقونو په خوندي كولو كې پاتې راغلى دى.

په كابل كې د ښځو د حقونو مدافعانو او د مدني ټولنو استازو په يوه غونډه كې افغان دولت ته د هغو ستونزو د رسولو هڅه وكړه، چې په وينا يې افغانې مېرمنې ورسره لاس او ګريوان دي.

د افغانو مېرمنو د اجتماع رئيسه فتانه ګيلاني وايي:

دوى د ښځو په برخه كې په تېرو لسو كلونو كې شوي پرمختګونه زيانمنونكي بولي او اندېښنه څرګندوي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې د ښځو ژوند نور هم ستونزمن شي.

نوموړې پر افغانو مېرمنو غږ كوي په راتلونكو ټاكنو كې د خپلو رايو له حق څخه پوره استفاده وكړي او د كوم خاص امتياز په بدل كې چاته راېه ورنكړي.

دا اندېښنې او څرګندونې په هغه غونډه كې په ډاګه شوې، چې د ښځو د نړيوالې ورځې په ياد په كابل كې جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version