سوداگري

د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې ډېر راټیټ شوی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۰)

په کابل کې د سې شنبې پر ورځ د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی بازار (سرای شهزاده) څرګنده کړې، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري توګه لوړ شوی دی.

دا د دوشنبې پر ورځ یو ډالر له ۹۶.۹ افغانیو سره تبادله کېده او نن ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شو.

د افغانستان بانک، په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ډالرو د تقاضا لوړېدل د افغانۍ ارزښت راټیټ کړی او له خلکو یې وغوښتل، چې په ورځنيو سوداګریزو راکړو ورکړو کې یوازې افغانۍ وکاروي، چې د ملي اسعارو ثبات رامنځته کړي.

اقتصاد پوهانو ويلي: د افغانۍ د ارزښت کمېدل به افغانان زیانمن کړي؛ ځکه، چې له تېرو څو کلونو یې ارزښت مخ پر راټیټېدو دی.

دوی وايي، د افغانیو راټیټېدل به د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شي؛ ځکه، چې د دغو محصولاتو ډېره برخه په امریکايي ډالرو واردېږي.

 په هېواد کې د بانکي خدمتونو په اړه اندېښنې، چې د تېر حکومت پر مهال او له سقوط وروسته یې رامنځته شوي اوس هم عادي حالت ته راګرزېدلي ندي.

تېره میاشت مرکزي بانک د پیسو پر ایستلو محدودیتونه نرم کړل او خلکو ته یې اجازه ورکړه، چې په اوونۍ کې تر ۴۰۰ یا ۳۰ زره افغانیو او په میاشت کې تر ۱۲۰۰ ډالرو یا سل زره افغانیو پورې وباسي.

د درې میاشتو له تېرېدو وروسته بیا هم په هېواد کې د بانکي بندیزونو ستونزه پر ځای پاتې ده او هېوادوال نشي کولی خپلې شتمنۍ د عادي پروسې له لارې له بانکونو راوباسي.

کابل ښاریانو ويلي؛ د بانک لخوا د بانکي خدمتونو وړاندې کول محدود دي او د پیسو د ترلاسه کولو په برخه کې د خلکو ستونزې د هرې ورځې له تېریدو سره ډېریږي.

د بېوزلۍ او لوړې بیکارۍ له خپریدو سره ښاریان غواړي خپلې شتمنۍ له بانکونو څخه راوباسي.

له بانکه د پیسو غوښتونکی ظریف الله نومی وایي: هره ورځ مونږ ته ویل کیږي، چې سهار ته وختي راشئ. ډېري خلک ستونزې لري؛ راتلی نشي له یوه بانکه بل بانک ته ځو د ګڼه ګوڼې له کبله ان اعلان شوې ۳۰ زره افغانۍ هم راایستلی نشو.

د بانک یو بل ګډونوال مولانا وایي: “د ګڼه ګوڼې له کبله مونږ د شپې درې بجې راځو؛ مونږ نه بریالي کیږو، چې خپلې د اړتیا وړ پیسې راوباسو. له دوه درې ورځو وروسته د دوه سوه کسانو نومونه اخیستل کیږی.

د افغانستان په سلګونه هېوادوال، چې پیسې یې په خصوصي بانکونو کې کنګل شوي دي؛ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو ته یې پام راواړوي.

مروه نومې وایي: هو! مونږ هره ورځ بانکونو ته ځو؛ خو خپلې پیسې تر لاسه کولی نشو.باید دا ستونزې حل شي، چې خلک خپلې پیسې تر لاسه کړي.

د افغانستان بانک د اړیکو مسوول حسیب الله نوري وایي: په اوسني وضعیت کې د خلکو اندېښنې د درک وړ دي او له همدې کبله چارواکي په بانکونو کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره پر یوه پلان کار کوي.

د بانکي ستونزو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه بېسارې راټیټه شوې ده. د سې شنبې پر ورځ د کابل په بازارونو کې یو امریکایي ډالر پر ۱۰۰ افغانیو بدلیده.

Trending

Exit mobile version